اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او ژورنالېستانو کړنې وستايلې

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۷:۳۱
….

دوشنبه (۲ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د رسنيو مسولینو او ژورنالېستانو کړنې د يوې غونډې پر ترڅ کې وستايل شوې.
 ستاینغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبيب الله مجاهد د میدان وردګو ولایت له ټولو رسنيو مننه وکړه چې د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره یې د ولس ستونزې د اسلامي امارت سره شريکې کړې او له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره ښه همغږي لري.
ښاغلي مجاهد د رسنیو له استازو وغوښتل، تر څو د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو کارنامو او سرو لښکرو د وحشتونو په هکله ويډیويي راپورونه چمتو کړي، د هېواد ريښتيني اتلان وستايي او د ظالمانو له وحشتونو پرده پورته کړي.
بل خوا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسول، د ملي راډیو تلویزیون آمر، د استخباراتو ریاست د مطبوعاتي برخې مسول او رسنیو مسولینو په خپل وار د رسنیو او اطلاعاتو کلتور ریاست له همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت رسنۍ اوسمهال د اسلامي اصولو پر بنا بې پرې نشرات لري او د اسلامي امارت په راتګ سره معلوماتو ته لاسرسی آسانه شوی.
د رسنيو یو شمېر مسولینو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست وغوښتل تر څو په تخنیکي او مسلکي برخه کې د ژورنالېستانو لپاره روزنيز سمینارونه جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په میدان وردګو ولایت کې دری تصويري، ۵ غږيزې او ۲چاپي رسنۍ فعاليت لري چې د قانون په چوکاټ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بشپړ ملاتړ برخمنې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS