اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د تیر ۲۰ کلن جهاد لسګونه آثار وسپارل شول
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د جهادي ارزښتونو د ساتنې مديريت ته د تیر شل کلن جهاد یو تعداد پاتې شوي آثار( دوه میله دهشکه، څو حلقې بوشکه یي ماینونه، د هاوان او دسي توپ مرمی، او ۵۲ پنځوس قلمه لاسي بمونه) د قاري حفیظ الله پهلوان، عبدالخالق احمدي او د شهید فضل احمد احمدي د پلار له لوري وسپارل شول.
د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي سیف الدین معتصم په وينا؛ د مجاهدینو ځاني او مالي فداکاریو د هېواد آزادۍ ته لاره پرانېسته، دغه آثار د هغو ورځو د یادونو ژوندې ساتلو په پار ځانګړی معنوي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه؛ دغه تجهیزات نه یوازې جنګې وسایل دي، بلکې د بهرنیو اشغالګرو پروړاندې د افغانستان د خلکو د غیرت او مقاومت نښه ده، د دغو آثارو ساتنه د ملت د یوې ویاړلې تاریخي دورې درناوی دی.
د جهادي ارزښتونو د ساتنې مدیر وویل: د اړوندو ادارو په همغږۍ د مجاهدینو د پاتې شويو آثارو راټولونه او ساتنه دوام لري او د یو منظم پلان له مخې یاد آثار ثبت او طبقه بندي کیږي، تر څو په موزیم کې د ساتنې سره راتلونکو نسلونو ته په علمي او فرهنګي څيړنو کې ترې د استفادې زمینه برابره شي.
۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ ق
