اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو شمېر سیاحتي او زیارتي شرکتونو له چارو څخه ارزونه وکړه
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د یوه پلاوي په ملتیا په جلال آباد ښار کې د یو شمېر سیاحتي او زیارتي شرکتونو له چارو څخه ارزونه او لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د دغو شرکتونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ویې ویل: هغه شرکتونه چې د فعالیت جواز نه لري، د فعالیت جواز دې جوړ کړي او مراجعینو ته د لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي نوراني زیاته کړه، چې اسلامي نظام تل خپلو مسؤلینو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او له خلکو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس همداراز د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به په ټولو قانوني برخو کې لا نورې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دغه راز د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو وویل: دوی د اسلامي امارت ټولو قوانینو او اصولو ته ژمن دي او د تل په څېر به خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق
