ارزګان کې د کتاب د اونۍ په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۰:۳۱
ارزګان کې د کتاب د اونۍ په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو

 

تېره ورځ د ارزګان ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست له لوري د کتاب د اونۍ په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د یاد نندارتون په اړه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي، یاد نندارتون يې مطالعې ته د هڅونې په موخه جوړ کړی دی، دوی پر ځوانانو غږ وکړ، چې خپل قيمتي وخت بې ځايه تېر نکړي کتابونه ولولي تر څو د علم او پوهې له لارې ټولنې ته خدمت وکړي.
د نندارتون ګډونوالو هم د کتاب او مطالعې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ویې ويل، مطالعه د ځوانانو پر ذهن مثبت اغېز کوي، ذهن ځواکمنوي، مطالعه پرمختګ ته لاره هواروي او په ټولنه کې علمي کچه لوړوي.
 همداراز دوی د ياد نندارتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۴۴/۱۱/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS