اته تنو بهرنيو سيلانيانو باميان ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۲:۳۸
…

پنجشنبه ( ۱۱ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د سلواکيا هېواد اتو تنو اوسيدونکو باميان ولايت ته د سياحتي او لرغونو سيمو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ.

د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد وايي: ياد ولايت کې د امنیت تامينيدل او د ليدنې وړ سياحتي او لرغوني ځايونه ددې سبب شوي دي، چې ډېر بهرني او کورني سيلانيان دلته د سياحت په موخه راشي.

د يادو سيلانيانو له ډلې څخه ښاغلي پيتر کيس وويل: خوښ يم چې په باميان ولايت کې يم، او د سفر دليل مې په باميان ولايت کې د بودا تاريخي مجسمې څخه چې د نړۍ له جاذبو تاريخي آثارو څخه ده، ليدنه وه.

ښاغلي کيس زياته کړه؛ افغانستان ته د سفر په ترڅ کې مو د کابل، هرات او مزار شريف له تاريخي آبداتو څخه هم ليدنه کړې ده، چې د خوږو او تلپاتې خاطراتو سره به بېرته خپل هېواد ته ستانه شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۹
Background image

له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره او د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

 د زابل اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس مولوي احمدمختار په مشرۍ د دې ریاست د غونډو په تالار کې زابلي ځوانانو سره د انسجام او همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدمختار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

BACK TO NEWS