ا.ا. هيواد کې د پروژو د تطبیق لپاره هر اړخيزې هڅې کوي

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۹:۲۴
بسقه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه صاحب هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له لوري مرسته شوي ډياليز ماشينونه د هرات حوزوي روغتون ته وسپارل.
هغه ددې ماشينونو د سپارلو پرمهال خپلو خبرو کې د بغلان سیلاب ځپلو او د هرات او غور ولايتونو د زلزله ځپلو لپاره د متحده عربي اماراتو له لوري د کورونو جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او له ياد هيواد څخه يې مننه وکړه.
ښاغلي خيرخواه صاحب زیاته کړه: 
ا.ا په هيواد کې د متحده عربي اماراتو له لوري او نورو پروژو د تطبیق لپاره هر اخيزې هڅې کوي.
د هرات ولايت والي شیخ الحديث مولانا نور احمد اسلام جار د متحده عربي اماراتو له مرستو څخه د مننې تر څنګ وويل: د ډياليز ماشينونو په نصبولو سره به په حوزوي روغتون کې د ناروغانو لپاره ډيرې اسانتياوې رامنځته شي.
د هرات د صحت عامې رياست مرستيال ډاکټر غلام محمد حنفي وویل: د ډياليز ماشينونو د کمبود له امله له ډيرو ستونزو سره مخ وو، چې د دې ماشينونو په نصبولو سره به ستونزې ختمې شي، پخوا به هره ورځ له ډياليز ماشينونو ۵۰۰ تنو ناروغانو ګټه اخستې چې اوس به يې شمېر ۸۰۰ تنو ته ورسيږي.

۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS