تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویانو او فوتوکاپي مرکزونو نظارت وشو

tawana_admin
Wed, Feb 05 2025 1:21 PM
زیبلات

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د لارښوونې په اساس د تالقان ښار له خصوصي خپرندويانو او فوتوکاپي مرکزونو څخه د ممنوعه نشراتو د مخنیوي په موخه څارنه او نظارت وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د نظارت پر مهال د فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د اوراقو او کتابونو د چاپ قانوني معیارونه په پام کې ونیسي او له خپلسرې کاپي او د لیکوال له اجازې پرته د آثارو له چاپ څخه ډډه وکړي.
د خصوصي خپرندويانو او فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې له قانون سره سم به عمل کوي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره به هر اړخیزه همکاري کوي.

۱۴۴۶/۸/۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل