د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئيس او مل پلاوي د ننګرهار ولایت مرستیال والي سره وکتل.

tawana_admin
Sat, Jan 11 2025 12:33 PM
Gtthhh

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئيس مولوي ذبیح الله نوراني او مل پلاوي د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی سره وکتل.

پیل کې د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ننګرهار ولایت د مجاهدينو په قربانیو، سرښندنو او د جهادي آثارو په ساتني او په موزیم او ارشیف کي د ځای پر ځای کولو یادونه وکړه او ويې ویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د ياد رياست رامنځته کولو موخه دا ده، چې د تېر شل کلن اشغال پرمهال د مجاهدينو د قربانیو او سرښندنو ساتنه وشي او د تاريخ په کتابونو کې ثبت شي.

نوموړي زیاته کړه: هڅه دې وشي، چې په ولايت کې له اړوند ادارو سره په همږغۍ د تېر شل کلن جهاد ټول آثار او د شهیدانو سوانح راټول شي، همدارنګه د اشغالګرو آثار او ټولې هغه جهادي سیمې چي د لویو معرکو شاهدي وي، خوندي او تخریب څخه وساتل شي. 

په پای کې د ننګرهار ولایت مرستیال والي په ټولو چارو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. 

 

۱۴۴۶/۷/۹ ھـ ق

۱۴۰۳/۱۰/۲۱ ھـ ل