افغانستان د روسیې او سیمې سره د کلتوري اړیکو د لا ټینګښت ملاتړ کوي

tawana_admin
Mon, Jan 06 2025 11:10 AM
Sdgyuk

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت له پلاوي سره چې، د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ مشر ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د قومونو شورا معاون کابل ته د کلتوري مسائلو پر سر د خبرو او د افغانستان تاریخي او کلتوري ځایونو د لیدنې په موخه راغلي چې، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لیدنه وکړه.

په پیل کې ښاغلي عمروف د افغانستان له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او چچن جمهوریت ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ؛ همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او دا یې د اړیکو د ټينګښت او پراختیا په برخه کې مهم وګڼل.

ورپسې د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په خپلو خبرو کې د چچن جمهوریت ملت او خلک د افغانانو وروڼه وبلل او د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د تیموریانو له دورې راهیسې اړیکو ته د اشاري تر څنګ زیاته کړه، چې د افغانستان په اقتصاد او زیربناوو کې د روسیې فدراتیف رول مهم دی.

په پای کې ښاغلي عزیزي وویل: دوی خوښ دي چې د داسې یو علمي او کلتوري پلاوي هرکلی کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د ټینګېدو او پراختیا لامل ګرځي.

 

۱۴۴۶/۷/۵ه‍ ق

۱۴۰۳/۱۰/۱۷ ه‍ ل