د کندهار د ځوانانو چارو آمریت او YHDO ګډ ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

panah_admin
Wed, Oct 02 2024 9:31 AM
..

 

 

په یاده غونډه کې د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وویل: دا زده کوونکي په عينو مېنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمريت او د YHDO دفتر له ګډ ښوونیز مرکز څخه د فریلانسینګ (آنلاين تجارت) ،انګليسي ژبې، کمپيوټر او سواد اموزۍ له څانګو څخه د درې مياشتنيو وړيا زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په اوږدو کې له دې مرکز څخه دريم ځل دی، چې په يادو برخو کې ترې زده کوونکي د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل