يو لرغونى اثر په غزني کې کشف شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Mon, Jun 01 2020 11:58 AM
يو لرغونى اثر په غزني کې کشف شو


په باختري ژبه په يوه ډبره کې ليکل شوى خط پرون د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې کشف شو.
د غزني يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه ډبره تور رنګ لري او په کې په باختري ژبه ليکل شوي دي.
هغه وويل چې دغه ډبره ډېره ستره ده او د لېږدونې وړ نه ده. هغه سيمه چې دغه ډبره پکې موقعيت لري؛ هرات ته د غوريانو او غزنويانو د کاروانونو تګلورى و.

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر