بغلان کې د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Oct 29 2026 12:45 PM
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د رسنیو د ستونزو حل او د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ د رسنیو او رسنیزو چارو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهم دي او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګندوي.

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ ق