د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Oct 19 2026 3:20 PM
...

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه د ۲۵ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۳۰ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه په اړه لازمې پریکړې وشوې او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
همدارنګه، د هېواد یوه تن تکړه لیکوال ډاکټر مجاب د کتاب لوستلو د فرهنګ په اړه خپله طرحه وړاندې کړه، چې دغه طرحه د کمېسیون د غړو له لوري وستایل شوه او د تطبیق په برخه کې ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.
ورته مهال، د خپرندویانو د ستونزو او د چاپ لپاره د کاغذ په اړه بحث وشو او په دې اړه لازمې پرېکړې ونیول شوې.