د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۲۹ ربیعالثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ۸۰ بېلابېلو عنوانونو درلودنکي ۹۲ ټوکه کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه، د یو شمېر طبي کتابونو او د کمېسیون اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۱۵ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.