ننګرهار کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
Wed, Oct 07 2026 3:28 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب شیخ شیراحمد حقاني، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د ننګرهار ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د پوهنتون استادانو هم ګډون کړی و.
په پیل کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح‌ الله نوراني وویل: دغه سیمینار د ژورنالېستانو او رسنیزو فعالانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی، ترڅو دوی وکولای شي، چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب شېر احمد حقاني وویل: دا ډول سیمینارونه د ژورنالېستانو، قلموالو مبارزینو او رسنیزو فعالانو لپاره خورا مهم دي؛ ځکه په داسې پروګرامونو کې دوی کولای شي د نورو له تجربو او علم څخه ګټه واخلي او خپل ظرفیتونه لوړ کړي. په تېرو شلو کلونو کې رسنیو ته د ازادۍ نوم ورکول کېده، خو په اصل کې له رسنیو څخه د ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کېده او له نېکه مرغه د ا\ا\ا له بیا ځلې حاکمیت سره دغه ډول مسایل له منځه ولاړل.
د ښاغلي وزیر صاحب په وینا؛ رسنیزې چارې باید یوازې د مادي ګټو لپاره ترسره نه شي. بلکې هڅې وشي، چې دغه چارې باید د ولس د خیر، د اسلامي عقایدو د پیاوړتیا او د ټولنې د پرمختګ لپاره ترسره شي.
په سیمینار کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: مسلمان ژورنالېست باید په دې پوه وي، چې د هېواد او ولس پر وړاندې څه مسوولیت لري او د خپل رسنیز رسالت له مخې باید د حقایقو په روښانه کولو کې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي. همدارنګه ځینې پاکستانۍ رسنۍ په ډېرې بې‌ شرمۍ په افغانستان کې د بې‌ ګناه وګړو د وژل کېدو لپاره توجیهات لټوي، نو افغان ژورنالېستان او رسنیز فعالان باید د هغو رسنیو تحریف شوي معلومات او ناسم تبلیغات هېوادوالو او نړیوالو ته روښانه کړي.
د نوموړي په وینا؛ ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، چې په افغانستان کې یو ځل بیا ناامنۍ ته لمن ووهي، له همدې امله رسنیز فعالان باید د دې ډول هڅو پر وړاندې یووالي او همغږۍ ته کار وکړي او د دښمنانو له دسیسو څخه ولسونه خبر کړي.
همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، یو شمېر ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د ژورنالیزم د اصولو، د رسنیو پر مسؤلیتونو او د مسلکي ژورنالېزم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: که ژورنالیست او قلموال مبارز مسلکي او د ویښ ضمیر څښتن وي، د فکري جګړې په وړاندې د ټولنې یوه پیاوړې دفاعي کرښه جوړېدای شي. د ژورنالیزم مسلک یوازې د خبر د خپرولو نوم نه دی. د ژورنالیزم مسلک امانت دی او د خلکو په وړاندې ستر مسؤلیت دی. نو مسلکي ژورنالیست باید فکري بیداري، عقیدتي ثبات او مسلکي وړتیا ولري.
ویناوالو زیاته کړه، چې الله تعالی رسنیزو فعالانو ته د قلم او رسنیو ځواک ورکړی دی، نو باید له دغه ځواک څخه د هېواد، خلکو او اسلامي نظام د خیر او ملاتړ لپاره په سمه توګه استفاده وکړي.
۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ ق