وړیا ښوونیز مرکز کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند په وړیا ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر پروګرامونو او انګليسي ژبې د زده کړو په برخو کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بيان زده کوونکو ته یو شمېر لارښوونې وکړې او ټينګار یې وکړ، چې ټول زده کوونکي دې د زده کړو په بهير کې پوره هڅې وکړي، خپل وخت دې په بې ګټو مصروفیتونو نه تېروي او د خپل علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې دې پوره کوښښ وکړي، ځکه ځوانان د ټولنې د راتلونکي جوړونکي دي.
۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ ق