په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Tue, Jul 28 2026 8:32 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په مشرۍ، د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق د بهیر د ارزونې او پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې مولوي قدرت‌الله جمال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: ټول مسوولین او کارکوونکي باید د دې قانون په عملي کولو کې جدي پاملرنه وکړي او د عامه پوهاوي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي جمال د اسلامي نظام پر وړاندې د علماوو د مسوولیت یادونه وکړه او اسلامي نظام یې ستر نعمت وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د احکامو او فرامینو، په ځانګړي ډول د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د لمانځه د اقامې او د ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کولو او د ټولو مسوولینو او کارکوونکو ګډې پاملرنې، همکارۍ او ژمنتیا ته اړتیا لري.

همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو د یادو موضوعاتو د لا ښه تطبیق په موخه خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کړې او د یاد فرمان د اغېزمن پلي کېدو لپاره یې پر اړینې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق