د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
Sat, Jul 04 2026 2:56 PM
..

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ریاست اړوند له ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۲۶۰ ځوانان د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍاو خطاطۍ له درې میاشتني ټولګو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
مسؤلینو زیاته کړه، چې ځوانان د هېواد په پرمختګ کې بنسټیز رول لري او د زده کړو، مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو د لوړولو له لارې کولای شي، په راتلونکي کې د هېواد په پرمختګ او جوړونه کې اغیزمن او رغنده رول ولوبوي.
ځوانانو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د دې پروګرامونو د تنظیم له امله مننه وکړه او د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړیدو غوښتنه یې وکړه، ځوانانو زیاته کړه، چې د فرهنګي او روزنیزو پروګرامونو جوړول د استعدادونو د ودې، د ملي روحیې د پیاوړتیا او د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره مناسب فرصت برابروي او په دې برخه کې د فرهنګي ادارو، د زده کوونکو کورنۍ او د فرهنګي شخصیتونو همکارۍ ځانګړی اهمیت لري.

۱۴۴۸/۱/۱۸ هـ ق