سید سجاد سادات د هېواد ۳۴ولایتونو ته په موټرسایکل سفر ترسره کړ
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ د سید سجاد سادات په نوم د هرات ولایت اوسیدونکي د هېواد ۳۴ ولایتونو ته په موټرسایکل سفر وکړ او دا سفر یې لوګر ولایت ته په راتګ سره پای ته ورسوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د دغه ځوان سېلاني هڅې وستایلې او ویې ویل: اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی کورني او بهرني سیلانیانو کولای شي، چې د هېواد کوټ ګوت ته سفرونه وکړي، د هېواد له ښکلو طبیعي سیمو، تاریخي ځایونو او فرهنګي ارزښتونو څخه لیدنه وکړي.
سید سجاد سادات په اصل کې د غزني اوسېدونکی دی او اوس مهال هرات ولایت کې اوسیږي د شاوخوا شپږ میاشتو موده کې د هېواد ۳۴ ولایتونو او له ۸۰ څخه ډېرو ولسوالیو ته سفرونه کړي او دا سفرونه یې لوګر ولایت ته په راتګ پای ته ورسول.
د ښاغلي سادات په وینا؛ له سیاحت سره ځانګړې مینه لري او موخه یې د هېواد بېلابېلو قومونو سره لیدنه، د هغوی د دودونو او رواجونو پېژندل او د دغو ارزښتونو یو له بل سره شریکول بولي او زیاتوي، چې شته ډاډمن امنیت د دغه سفرونو اصلي لامل دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم یو افغان ځوان چې جرمني هېواد کې ژوند کوي، په موټر سایکل د افغانستان ګڼ شمېر سیمو څخه لیدنه کړې وه.
۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق