هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر د فکري جګړې د تاریخ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د تاریخ په اوږدو کي هر وخت د حق په مقابل کې باطل په مختلفو وسائلو او دسیسو فکري جګړه ترسره کړې ده، د ځوانانو چارو آمر له ځوانانو څخه وغوښتل چې د باطل پرستانو پر وړاندي په نظامي او فکري دواړو سنګرونو کي مضبوط ودرېږي.
د ځوانانو چارو آمر همدارنګه دا ډول سمینارونه جوړول د ځوانانو د فکر جوړولو په برخه کې اړين او اغيزمن وبلل او د ورته سیمینار د جوړولو ژمنه يې وکړه.
دغه راز ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۸/۱/۱ هـ ق