د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول ارزونې په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
مسؤلین وایي؛ چې په اوسني عصر کې ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو د خپرولو له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي او د دې برخې د فعالانو او مسؤلو ادارو ترمنځ نږدې همکاري کولای شي، چې د فرهنګي ارزښتونو په عامولو، د بومي هویت په ساتنه او د ټولنې د لاسته راوړنو په رسنیز کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ټولنیزو رسنیو فعالانو سره د رغنده تعامل پراخولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د لا زیاتې همغږۍ، د نظرونو د تبادلې او د شته ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د ټولنیزو رسنیو فعالانو په دې غونډه کې د امارتي ادارو او ټولنیزو رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د ورته غونډو له دوامداره جوړولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو د دې غونډې له جوړېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره د همکارۍ او مخامخ خبرو کولو فرصت د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام وباله او د ورته پروګرامونو د دوام او لا پياوړتيا غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق