فراه کې (د خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ظرفیت لوړونه) په نوم دوه ورځنی سیمینار جوړ شو
د فراه اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې په ګډه همکارۍ د خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ظرفیت لوړونه) په نوم دوه ورځنی سیمینار جوړ کړ.
د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې رئیس وویل: دغه سیمینار د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د سم او ناسمو خبرونو د پېژندلو او همدارنګه د خبریالانو او رسنیو د مسؤلینو په کارونو کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره جوړ شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې په دې سیمینار کې به خبریالانو ته د ژورنالېزم اخلاقي اصول، د خبریال مسلکي مهارتونه، د خبریالانو اساسي دندې او مسؤلیتونه، راډیویي ژورنالېزم، د رسنیو مدیریت، تحقیقي ژورنالېزم او د خبریالانو د خوندیتوب اړوند موضوعات تدریس شي.
ورته مهال دوو تنو خبریالانو د دغه سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړې او ویې ویل: دا ډول سیمینارونه د معلوماتو د نوي کولو، د خبریالانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې او د فرهنګي او امارتي موضوعاتو د پوښښ له اصولو سره د لا زیاتې بلدتیا سبب ګرځي. هغوی د ورته نورو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته سیمینارونه جوړ شوي دي.
۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق