د هرات ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Jun 03 2026 11:48 AM
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو د ستونزو د ارزونې او حل په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو د رسنیو د کاري وضعیت، ستونزو او خنډونو په اړه خبرې کړې او ویې ویل: رسنۍ د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د ټینګښت مهمه وسیله او پُل دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د اسلامي امارت مسؤلین له رسنیو او خبریالانو سره پوره همکاریو ته ژمن دي او اړین معلومات په روڼ او شفاف ډول رسنیو ته وړاندې کوي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې رسنیو او خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې هېڅ ډول محدودیت نشته او موږ تل چمتو یو، چې د رسنیو معلوماتي اړتیاوې پوره او اړین معلومات ورسره شریک کړو.

۱۴۴۷/۱۲/۱۷ هـ ق