پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
Sat, May 16 2026 3:55 PM
.

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: کتابونه د ټولنې د پرمختګ، د ځوان نسل د ذهني پیاوړتیا، له نړۍ سره د سیالۍ رامنځته کولو او په ټولو ورځنیو چارو کې د بریالیتوب یو راز بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد نندارتون جوړولو څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او ځوانان مطالعې ته هڅول دي.
دغه راز د نندارتون ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د دا ډول نندارتونونو جوړلو له امله مننه وکړه او دا یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامولو په برخه کې غوره اقدام وباله.

۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق