د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, May 11 2026 1:20 PM
..

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه یې مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۱۴۲ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۱۳ ټوکه صادر شوي او وارد شوي او د (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویناوې د شریعت په رڼا کې) په نوم نوی لیکل شوی کتاب هم تایید شو.
د یادونې وړ ده، چې ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۲/۲۱هـ ل.