لرغونې سیمې

wasim_admin
Thu, May 07 2026 10:07 AM
..

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه د تحقیقاتي کېندنو په لړ کې (۶۴۸) قلمه خټین لوښې، سیکې، فلزي لوښې او نور لرغونې آثار موندل شوي دي.
همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې (۴۲) نوې تاریخي سیمې کشف شوې دي.
د لوګر، بغلان، بلخ، سمنګان، تخار، کندز، جوزجان، سرپل او پکتیکا ولایتونو اړوند (۴۶۰) قلمه تاریخي آثارو پاکاري، وقایه او بیارغونه شوې ده او د مس عینک لرغونې سیمې کې د لرزې معلومولو دستګا هم نصب شوې ده.

لرغونې_سیمې