کندز کې د نقاشۍ او خطاطۍ هنرونو لومړنی نندارتون جوړ شو
د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمریت له لوري کندز بالاحصار چوک کې د نقاشۍ او خطاطۍ هنرونو لومړنی نندارتون جوړ شو.
د فرهنګ او هنر آمر وویل: د لومړي ځل لپاره د هنرمندانو د آثارو د ودې او ملاتړ په موخه د نقاشۍ او خطاطۍ هنرونو نندارتون جوړ شو، د فرهنګ او هنر آمر زیاته کړه، په اوسنيو شرایطو کې د هنري آثارو د تولید لپاره مناسبه زمینه برابره شوې، نقاشان او خطاطان باید لا ډېر کار او هڅې وکړي، ځکه دا هنرونه ډېر مینوال لري.
ورته مهال د نندارتون ګډونوالو د دې نوښت څخه مننه وکړه او د اطلاعاتو او کتلور ریاست څخه یې د ورته نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق