بغلان کې له ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۱۸
...

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له ۸ ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي: یاد هوکړه ليکونه له ۵ خصوصي لیسو او درې ښوونیزو کورسونو سره لاسلیک شوي، چې ځوانان به د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه ورپېژندل کيږي، د دې تړونونو له مخې به هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او په خصوصي برخه کې د زده کړو د مخته وړلو مالي امکانات نه لري، په تخفیف سره ورپيژني، تر څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د موحد خصوصي ښوونځي مسؤل محمد انعام محمدي او د نوين خصوصي ښوونځي مسؤل ارشاد احمد نور وویل: دغې هوکړې ته ژمن دي او هغو ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بغلان اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي، چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي، چې په خصوصي تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بېوزلۍ سره مخ دي.

۱۴۴۶/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۳:۵۷
Background image

پنجشېر کې د کمپیوټر او انټرنیټ وړیا ژمني ټولګي پیل شول

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دې ولایت ځوانانو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ وړیا ژمني ټولګي پیل شول.
د دې ټولګیو د پرانېستې مراسمو کې د پنجشېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

لوګر کې د ساینسي علومو د سیالۍ آزموینه واخېستل شوه

د لوګر ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الفت ښوونیز مرکز په ګډه همکارۍ د يوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، له ۱۲۰ تنه زده کوونکو او ځوانانو څخه د ساینسي علومو آزموینه واخېستل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۷
Background image

د هلمند ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

د هلمند ولایت  داطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز له ۴۹۵ تنو شاګردانو څخه د پنځمې دورې د کمپیوټر برخه کې تر دوه مياشتنيو زده کړو وروسته  ازموینه. . .

BACK TO NEWS