د فاریاب والي د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل
دوشنبه ( ۳ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت والي ملا عبدالاحد فضلي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رئیس مولوي شمس الدين محمدي او د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
مولوي شمس الدين محمدي په فارياب ولايت کې د خصوصي او دولتي رسنيو او خبريالانو تر منځ د همغږۍ او پر وخت د معلوماتو د شريکولو ډاډ ورکړ او له ولايت مقام څخه يې وغوښتل، چې د دولتي او خصوصي رسنيو ملاتړ وکړي.
د فاریاب والي ملا عبدالاحد فضلي خبریالانو ته د ملت د غږ او د دولت او ملت ترمنځ د اړیکو د پل خطاب وکړو او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، نوموړي له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو وغوښتل چې حقايق منعکس کړي او تل هڅه وکړي چې کره او پر وخت معلومات وړاندې کړي.
وروسته قطب الدین کوهي او فیروز غفوري د آزادو خبریالانو په استازیتوب خبرې وکړې او د خبریالانو د ستونزو د حل او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
۱۴۰۳/۳/۲۱ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۱۰ ميلادي