د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس کونړ ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۵
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي نجیب الله حنیف سره د دي ولایت د سیاحتي سیمو د پراختیا او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې
مولوي محمد صادق صداقت وویل: کونړ ته یې د سفر موخه د نویو سیاحتي سیمو پیژندل، د سیاحتي سیمو د ظرفیتونو ارزول او په یادو سیمو کې د سیلانیانو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرول دي
په دې ناسته کې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف د دغه ولایت د یو شمېر مهمو سیاحتي سیمو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: که په یادو سیمو کې د سیاحت د ودې او پراختیا په موخه پانګونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي نو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ به دې ولایت ته لازیات شي او په دغه ولایت کې به د ګرځندوی سکتور لاپیاوړی شي.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

په تاله‌ او برفک ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تشریح په موخه ناسته وشوه

د بغلان ولایت په تاله ا‌و برفک ولسوالۍ کې له ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو، سیمه‌ییزو مسوولینو او د دې سیمې اوسېدونکو سره، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تشریح په موخه. . .

BACK TO NEWS