د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه، چې د لغمان سربېره د بېلابېلو ولایتونو نوموتو شاعرانو، فرهنګيانو او د شعر او ادب مينه والو په کې ګډون کړی و.
په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مشاعرې پر اهمیت هراړخیزې خبرې وکړې او ویې وویل: مشاعرې د ولس د فکري روزنې، فرهنګي ودې او د ادب پیاوړتیا کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې شعر د احساساتو د څرګندولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او د ټولنې د فکري یووالي او فرهنګي همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم ځای لري.
ښاغلي رسولي د ځوانو شاعرانو هڅونه د فرهنګي ودې لپاره اړینه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د داسې ادبي ناستو ملاتړ به لا زیات کړي.
مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله د مشاعرو د ټولنیزو او فرهنګي ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې وويل: داسې ادبي غونډې نه یوازې د خلکو د فکري ودې سبب ګرځي، بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خپرولو کې هم مهم رول لري. نوموړي د دین له نظره د شعر ارزښت ته په اشارې وویل: هدفي او اصلاحي شعر کولای شي، د خلکو په روزنه کې اغیزمن رول ولري او ټولنه له منفي افکارو څخه مثبت لوري ته سوق کړي.
د مشاعرې په ترڅ کې ګڼ شمېر شاعرانو حماسي، ملي، د فکري ويښتابه او بېلابېلو برخو په اړه ترتیب کړي شعرونه ولوستل، چې د ګډونوالو لخوا يې تود هرکلی وشو.
۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق
