(د قرآن کریم د آیاتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۰
..

هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د هنرمندانو د ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې په موخه (د قرآن کریم د آیتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د نندارتون جوړونکي وایي: په دغه نندارتون کې د قرآن کریم هغه آیتونه چې په بېلابېلو اسلامي لیکدودونو لیکل شوي، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي، د دوی په وینا؛ په دې نندارتون کې په کلي توګه ۱۰۸ هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي، چې پکې اسلامي لیکدودونه لکه نستعلیق، شکسته نستعلیق او کوفي شامل دي.
د هرات د خطاطانو ټولنې رئیس وویل: د دغه نندارتون د جوړولو موخه د اسلامي خطاطۍ هنر معرفي کول، د هنرمندانو ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول دي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د هنري پروګرامونو او نندارتونونو په جوړولو سره له هنرمندانو څخه ملاتړ وکړي او د هغوی د آثارو د معرفي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د یو شمېر ننداره کوونکو په وینا؛ د دې ډول نندارتونونو جوړول د ځوانانو د هنري ذوق د زیاتېدو او د اصیلو اسلامي هنرونو د ښه پېژندلو لپاره مهم دي او کولای شي، چې د هنرمندانو د آثارو د پلور لپاره هم زمینه برابره کړي.

۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

پکتیا کې (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د نښتر ادبي بهیر په ګډې همکارۍ (د واخان په ویاړ) نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره د ولایت مقام په میلمستون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

کندز او غور ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او یوناما دفتر په ګډې همغږۍ ګڼ شمېر خبریالانو، سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو، د امارتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو ته اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۶:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادی‌الثاني۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS