د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۵۵
cvghj

دوشنبه (۲۳ د شوال‌المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د باختر خبري آژانس د رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه.
ياده ناسته کې د باختر خبري آژانس رئيس ښآغلي حقمل او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
پيل کې د کميسيون منشي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ، ورپسې ښاغلي حقمل د کميسيون فعاليتونه مهم او له لاسته راوړنو ډک وبلل.
د ناستې په ترڅ کې د بېلابېلو کتابونو په اړه مهمې پرېکړې وشوې او هغه شمېر کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
همدا راز د کمېسيون په غړو هغه شمېر کتابونه د مطالعې په موخه ووېشل شول، چې دې کمېسيون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS