پکتیا کې د قران عظیم الشان نندارتون جوړ شو

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمريت له لوري ولايت مقام سره په همږغۍ د روژې مبارکې مياشت په مناسبت د قران عظیم الشان يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتیا د علماوو شورا رئیس شیخ صالح محمد فقیر د یاد نندارتون پرمهال د قرآن کریم په نزول، عظمت او فضیلت خبرې وکړې او ویې ویل: قرآن کریم د الله تعالی هغه کلام دی، چې د بشریت د لارښوونې او هدایت لپاره رالیږل شوی.
نوموړي د نندارتون له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د قرآن کريم د تلاوت تر څنګ د دغه الهي کتاب په لارښوونه عمل وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: له دې نندارتون څخه موخه د قرآن کریم د نزول، فضیلت او احکامو په اړه عامه پوهاوی دی، تر څو خلک د قرآن کریم تلاوت ته وهڅول شي او د قرانکریم له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه نندارتون پرمهال د پکتیا ولایت والي ملا مهرالله حماد لخوا د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، رئیسانو او ګډونوالو ته د قران عظيم الشان تفسيرونه هم د ډالۍ په ډول وويشل شول.
۱۴۴۶/۹/۲۷ ق
۱۴۰۴/۱/۷ ل