په ټول هېواد کې د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله اختريز پيغام ووېشل شو

د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالی د کوچني اختر په مناسبت اختريز پيغام په رسنيو، بازارونو او عامو خلکو په پراخه پيمانه ووېشل شو او د ښارونو لوی واټونه او مزدحم ځايونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اختریز پیغام په ښکلې محتوا، چې په دري او پښتو ژبو ليکل شوي ښایسته شول.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی اختریز پیغام چې د قرآني نصوصو او نبوي احاديثو په رڼا کې په خورا غوره محتوا لیکل شوی و، امنیت، اقتصاد، کلتور، يووالی، بهرنی سیاست، عاطفي او اخلاقي برخې ټولې په کې نغښتې وې، چې مهمې برخې يې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د ښارونو په ټولو واټونو کې نصب شوې.
د عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث والقرآن مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی اختریز پیغام د دې ترڅنګ چې عامو خلکو، مجاهدینو، دیني عالمانو او ځوانانو ته ووېشل شو، په جامع مسجدونو او عیدګاو کې به هم دعلماء کرامو له لوري د پيغام منځپانګه په پراخ ډول له خلکو سره د اختر د لمانځه پرمهال شریکه شي.
بل لور ته ښاريانو هم د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالی اختريز پيغام څخه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي: ياد پيغام هر اړخيز پيغام دی، د پيغام له محتوا څخه ښکاري، چې هېواد د پرمختګ او آبادۍ په لور روان دی.
۱۴۴۶/۹/۲۹ ق
۱۴۰۴/۱/۹ ل