په برمل ولسوالۍ کې د امـارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې
د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همږغۍ د برمل ولسوالۍ له (۳۳۳) تنو زده کوونکو او ځوانانو د امـارت پېژندنې سيالۍ اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او پنځلس تنه غوره ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د غونډې ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وښوده، تر څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ځوانانو تر منځ د مطالعې د دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبرولو په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته لپټاپ کمپیوټر، دویم، درېیم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر پنځلسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، کتابونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ هـ ل