هرات کې په لاس لیکل شوی قرآنکريم نندارې ته وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۵۰
..

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ترکیې د همکاریو آژانس د دفتر په همکارۍ د کلتوري نندارتون په لړ کې او د ترکیې هېواد سفیر په شتون کې په نستعلیق خط په لاس لیکل شوی قرانکریم نندارې ته وړاندې شو.
د نندارتون مسؤلينو وویل: دا قرآن کريم د ۱۶ مياشتو په موده کې د ښځينه خطاطانو له خوا ليکل شوی دی.
د هرات د خطاطانو ټولنې رئيس عبدالجليل توانا وویل: دغه اثر لومړنی بشپړ قرآنکریم دی، چې په ځانګړي هنري سبک سره ليکل شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه نندارتون کې د یاد قرانکریم ترڅنګ د خطاطۍ هنري نږدې سل نور اثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
ورته مهال د ترکيې سفير د دې نندارتون د ليدنې پر مهال د ترکیې هېواد له لوري د کلتوري او هنري پروګرامونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ او دا ډول نوښتونه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم ګام وباله.
نندارتون کې ګډونوالو هنرمندانو وویل: د دې ډول فرصتونو برابرېدل د ‌خطاطۍ د هنر د ودې او خلکو ته د هنري اثارو د پېژندنې لامل کیږي، هنرمندانو له اړوندو ادارو څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي، چې دوه ورځې يې د ښځو او دوه ورځې يې د نارينه وو لپاره ځانګړې شوي دي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۵
Background image

د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
Background image

کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ. . .

BACK TO NEWS