ننګرهار کې (د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د رسنیو ونډه) تر نامه لاندې لویه غونډه ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۰:۵۰
….

تېره ورځ په ننګرهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربه توب او د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم په مالي همکارۍ (د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د رسنیو ونډه) تر نامه لاندې لویه غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد سربېره د یو شمېر ولایتي ادارو رییسانو، د رسنیو مسوولینو او خبریالانو، د ځوانانو ټولنې غړو ، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو، د پوهنتون استادانو، علمای کرامو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

 د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي د حکومت او خلکو ترمنځ د اړيکو ټينګولو کې د رسنیو اهمیت او ارزښت بيان کړ او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو حقوقو او ملاتړ ته ژمن دی او د رسنیو په ارزښت قایل دی، تل هڅه کوي رسنیو ته په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې الحمدلله د پخوا په پرتله رسنۍ اطلاعاتو ته پوره لاسرسی لري او هېڅوک نه شي کولای رسنۍ تهدید او یا یې شخصي ګټو لپاره وکاروي.

د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم په استازولۍ مولوي محمد عارف ملکیار د یادې ادارې د فعالیتونو بيانولو تر څنګ وويل: دا چې په اوس وخت کې په ټولنه کې رسنۍ څومره اهمیت او ارزښت لري، نو زموږه ادارې وپتېیله، چې نن پر یاده موضوع دغه ناسته برابره کړي، څو حکومت او خلک په ګډه د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
ورپسې نورو مشرانو او مسؤلينو په خپلو خبرو کې د هېواد په بیارغونه کې او د خلکو او حکومت ترمنځ د رسنیو پر رول خبرې وکړې او رسنۍ يې په اوس وخت کې یوه قوي قوه یاده کړه، چې له کبله یې په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او ښه مقام لري.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په جريان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر ټیم له لوري د موضوع په اړه یوه ډرامه هم نندارې ته وړاندې شوه.

۱۴۴۵/۸/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳۷
Background image

د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۲۸
Background image

مجاهد موزیم ته یو عدد سیګنال لېږدونکې آله وسپارل شوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته یو عدد امریکایي سیګنال لېږدونکې یا تعقیبي آله د یو تن مجاهد عبدالحمید عمران له لوري وسپارل شوه.
 د میدان وردګو ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۹
Background image

هرات کې د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې لومړنی درې ورځنی سیمینار جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لوېدیځ زون د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي. . .

BACK TO NEWS