فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر دا ښوونيزه دوره د ځوانانو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی او ويلي يې دي؛ دا ښوونیزه دوره د انګلیسي ادبیاتو، خوشنويسۍ، ریاضیاتو او ویناوالۍ په برخو کې پیل شوې او هڅه شوې چې د مناسبو ښوونیزو اسانتیاوو په برابرولو سره د ځوانانو لپاره یو غوره چاپېریال رامنځته شي.
د ښوونيزې دورې ګډونوالو د دغه ډول ښوونیزو برنامو له پیل څخه خوښي وښوده او دا یې د مسلکي ودې لپاره یو طلایي فرصت وباله.
۱۴۴۶/۱۰/۲۳ ق