غور کې له لسګونو ځوانانو د کمپيوټر ازموينه واخيستل شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۱۸
1qq1q

چهارشنبه (۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د ښوونيز مرکز له لسګونو تنو زده کوونکو د کمپيوټر زده کړو ازموينه واخيسته.
د امتحان ااخستنې پرمهال د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم او د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالصبور فکور هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ټولنه کې د ځوانانو په اهميت خبرې وکړې او له دوی يې وغوښتل چې هره برخه چې د زده کړو لپاره انتخابوي، پکښې له پوره هڅې او زيار څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو آمريت له لوري يوه مياشت مخکې د ځوانانو لپاره د کمپيوټر زده کړو يو مياشتنی صنف شروع شوی و، چې نن ترې تر فراغت وروسته ازموينه واخيستل شوه.

۱۴۰۳/۵/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS