غزني کې د شل کلن جهاد د تاریخ په اړه د چاپ شوو اثارو مخکتنه وشوه
چهارشنبه (۲۹ شوال المکرم ۱۴۴۵) غزني ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د شل کلن جهاد د تاریخ په اړه د دوو چاپ شوو اثارو مخکتنه وشوه، چې پکښې د دولتي ادارو مسؤلینو، متنفذینو او یو شمېر لیکوالانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميد الله نثارو وويل: د مولوي شفيع الله جاويد افغان ليکل شوي آثار( د کيسې رارسونکی هم شهيد شو او د پنجرو شاته ) په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت د مجاهدينو کارنامې او د امريکايي اشغالګرو او د هغوی د غلامانو ظلمونه بيانوي
ددې دوو اثارو لیکوال مولوي شفیع الله جاوید افغان وویل: دا دوه اثار چې يو۵۸ او بل۲۳ عنوانه لري او ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوي دي، پکښې کې د مجاهدینو د سرښندنو، قربانیو او د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو ظلمونه ثبت شوي دي.
۱۴۰۳/۲/۱۹ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۸ میلادي