روان کې خزاني مشاعره ترسره شوه
پروان ولایت کې د TLO مؤسسې له خوا د اطلاعاتو او کلتور او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ خزاني مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د پروان د والي ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو او د شعر او ادب مینوالو ګډون کړی وو.
د مشاعرې پیل د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی د آمر عتیق الله صافي په وینا وشو، چې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووايه او د اسلام له نظره يې د شعر ارزښت او په اوسنۍ نړۍ کې د شعر د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د TLO موسسې استازي روح الله حبیبزي د دې مشاعرې موخه د شعر او ادب د پرمختګ لپاره هڅه وبلله او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې د همکارۍ له امله مننه وکړه.
ورپسې د پروان ولایت مشهورو او ځوانو شاعرانو خپل غزلونه او نظمونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، دوی د دې ډول ادبي غونډو ترسره کول د شاعرانو لپاره یو مثبت اقدام وبللو.
همدا راز د اقتصاد رئیس حافظ مجیب الله رحیمي د مشاعرې په وروستیو کې د دې مشاعرې ترسره کول یو ارزښتناک ګام یاد کړ او شاعرانو او لیکوالانو ته یې د لا زیاتو فرهنګي فعالیتونو ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۶/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۹ هـ ل