د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او ولايتي رئيسانو ته جوړ شوی سمينار پای ته ورسېد

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۱۸
tyhj

چهارشنبه ( ۱۶ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري مرکزي او ولايتي رئيسانو ته د ظرفيت لوړونې اووه ورځنی سمينار پای ته ورسېد.
د ظرفیت لوړونې ياد سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب، د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعيد خوستي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او ولايتي رئيسانو ګډون کړی وو.
دې سمينار کې د يوې اونۍ په ترڅ کې د وزارت مسؤلينو مرکزي او ولايتي رئيسانو سره خپلې تجربې او وړانديزونه شريک کړل، همدا راز د سمينار پرمهال د مرکزي رياستونو رئيسانو د خپلو اړونده رياستونو په اړه له ولايتي رئيسانو سره هر اړخيز معلومات شريک کړل.
تر څنګ يې ولايتي رئيسانو په مفصل ډول د خپلو رياستونو پرمختګونه، لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري يې هڅې وستايل شوې او ستونزو او غوښتنو ته يې د حل لارو پيدا کولو ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه د سمينار په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام له لوري ګډونوالو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

۱۴۰۳/۹/۲۸ هـ ل
۲۰۲۴/۱۲/۱۸ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS