د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کې د ياد معينيت د معين مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د باختر خبري آژانس رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل او د کميسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
په پيل کې ښاغلي مهاجر فراهي د کمیسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د کميسيون فعاليتونه يې مثبت ارزيابي کړل.
د غونډې په ترڅ کې د کميسيون غړو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل ګزارشونه وړاندې کړل، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې، همداراز په دې ناسته کې د کتاب ارزونې کمیسیون کلنی راپور هم له ګډونوالو سره شریک شو.
د غونډې په پای کې د کميسيون په غړو هغه کتابونه وويشل شول، چې دې کميسيون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
۱۴۰۳/۱۲/۱۳ ل
۲۰۲۵/۳/۳ ز