د هلمند ښوونیز مرکز له زده کوونکو څخه د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخستل شوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري هلمند ښوونیز مرکز کې له ۵۰۰ تنو شاګردانو څخه د پنځمي دورې د کمپیوټر برخه کې تر يوې میاشتې زده کړو وروسته د پای ازموینه واخستل شوه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف د هلمند ښوونیز مرکز له استادانو څخه مننه وکړه، چې د هیواد بچیانو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو د هیواد راتلوونکی نسل ښه وروزي.
نوموړي وویل: په یاد ښوونیز مرکز کې زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې د زده کړې زمينه برابره شوې ده، چې دا دی له ۵۰۰ تنو زده کوونکو څخه د کمپیوټر برخه کې تر یوې میاشتې زده کړو وروسته په شفاف ډول ازموینه واخستل شوه.
د یادوني وړ ده، چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو ځوانان د تعلیم په ګاڼه سمبال ټولنې ته وړاندې کړي، چي تر دې مهاله یې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانان فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل