د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یو شمېر جهادي اثار وسپارل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۳
.....

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جهادي ارزښتونو مدیریت ته د دغه ولایت دواب ولسوالۍ ډلګي مشر قاري ملنګ له لوري یو شمېر جهادي آثار( یوه مخابره، سټلایټ، عکاسي کمره، او د امریکایي ټانک پايپ) وسپارل شول. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند جهادي ارزښتونو مدیر د ډلګي مشر قاري ملنګ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د جهادي مبارزې آثار د راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهم ارزښت لري، نوموړي له نورو ډلګۍ مشرانو او مجاهدینو هم وغوښتل، چې خپل جهادي آثار یاد مدیریت ته د ساتنې په موخه وسپاري.
د جهادي ارزښتونو مدیر زیاته کړه؛ هڅه کوو چې د شل کلن اشغال په وړاندې د مبارزینو او مجاهدینو آثار راټول او په جهادي موزيم کې خوندي کړو، ترڅو راتلونکي نسلونه ترې د تاریخي آثارو په توګه ګټه واخلي.

۱۴۴۷/۳/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

BACK TO NEWS