د غزني ولايت لومړنی مسجد بيا رغول کيږي
پنجشنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د غزني ولايت لومړنی مسجد بیا رغول کيږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وايي: د باباجي تاريخي مسجد چې په دې ولايت کې د مسلمانانو لومړنی مسجد دی، د آغاخان کلتوري بنسټ د فني هيئت له لوري د بيارغونې په موخه سروې شو، چې په نژدې راتلونکي کې به يې د بيارغونې کارونه شروع شي.
ښاغلي نثار د تاريخي آبداتو د بيارغونې په برخه کې د آغاخان کلتوري بنسټ د کړنو څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل: د باباجي تاريخي مسجد فني او اداري طی مراحل ترسره شوي دي او له کوچني اختر وروسته به يې د بيارغونې کارونه د ياد بنسټ له لوري پيل شي.
د نوموړي په وينا؛ تېر کال هم د طبيعي حوادثو څخه د ساتنې په موخه د باباجي تاريخي مسجد د استحکام کارونه د آغاخان کلتوري بنسټ له لوري ترسره شوي وو.
د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم په غزني ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو رياست مسلکي ټيم درې تاريخي آبدې د بيا رغونې په موخه سروې کړې.