د سياحتي شرکتونو له اتحاديې سره د همږغۍ ناسته وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۷:۴۱
...

پنجشنبه( ۱۹ د‌ جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تسهيلاتو رامنځته کولو او همغږۍ په موخه ناسته وشوه.

د ناستې په ترڅ کې د سياحتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شريک کړل.

همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ښاغلي جمال وويل: غواړو په ټول هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا ورکړو، ياد صنعت معياري او ډېجېټل کړو، تر څنګ يې د سياحتي شرکتونو له پاره تسهيلات رامنځته کړو.

ښاغلي جمال زياته کړه؛ سياحتي شرکتونه کولای شي، چې د بهرنيو سيلانيانو په جذبولو کې مهم رول ولوبوي.

ناسته د‌ دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۹۳/۹/۱ ھـ ل

۲۰۲۴/۱۱/۲۱ ميلادي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۷:۵۹
Background image

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست له  لوري اونیزه مشاعره جوړه شوه

دغه مشاعره د لغمان عامه کتابتون کې جوړه شوې وه، چې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي عبدالنور رسولي ترڅنګ یو شمېر شاعرانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکو پکښې ګډون کړی وو.

پیل کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۷:۴۱
Background image

د سياحتي شرکتونو له اتحاديې سره د همږغۍ ناسته وشوه

پنجشنبه( ۱۹ د‌ جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تسهيلاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۷
Background image

پکتیا کې وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکې د کمپیوټر له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د. . .

BACK TO NEWS