د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئیس د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره وکتل

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۶:۱۸
Rrujhtt

د جهادي ارزښتونو ساتنې لوی ریاست عمومي رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني او د یاد ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره وکتل.

 

په دې ناسته کې مولوي ذبیح‌الله نوراني د نوي جوړ شوي جهادي ارزښتونو ساتنې ریاست د مسؤلیتونو او صلاحیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل: د دې ریاست جوړېدو موخه د تېرو شلو کلونو د اشغال پر مهال د مجاهدینو بېلابېلو قربانیو او جهادي آثارو راټولول، ارشیف کول او په موزیم کې خوندي کول دي، تر څو دا کار راتلونکو نسلونو ته د مجاهدینو د سرښندنو ریښتینی انځور وړاندې کړي.

 

مولوي نوراني زیاته کړه؛ د دې مهم کار لپاره باصلاحیته کمېټې جوړې شوي او په ډېره روڼتیا به خپلې دندې پر مخ وړي.

 

په ورته وخت کې د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ آمر مولوي منیب‌الله شاکر د راغلي پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دوی ته سپارل شوي مسؤلیتونه به په ښه ډول ترسره کړي، نوموړي د ریاست له ځینو شته امکاناتو هم پلاوي ته معلومات ورکړل.

 

په پای کې راغلي پلاوي د ریاست له کارکوونکو سره یو ځای د جهادي آثارو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او یاد چاپېریال یې د موزیم او ارشیف لپاره مناسب وباله.

 

۱۴۴۶/۷/۹ ھـ ق

۱۴۰۳/۱۰/۲۱ ھ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت پیژندنې په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

په زرمت ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت‌ پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د قرآن کریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د انسان د ژوند اساسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳
Background image

سلګونو تنو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست تڼیو ولسوالۍ کې  شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړه.
د مسؤلینو په خبره له دې پروګرام څخه موخه د ځوانانو علمي ظرفیت لوړول او د زده‌. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۵۸
Background image

(په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول) تر سرلیک لاندې علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د هرات ولایت مقام کې (په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول) تر سرلیک لاندې علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې پکې د یاد ولایت والي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو، د رسنیو مسؤلینو او. . .

BACK TO NEWS