دولت آباد ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب د ازموینې پایلې اعلان شوې
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دولت آباد ولسوالۍ له سلګونو ځوانانو څخه د امارت پېژندنې کتاب ازموینه واخیستل شوه، چې پایلې یې په یوې ځانګړې غونډه کې اعلان شوې او غوره ګډونوال یې په ډالیو ونازول شول.
د فاریاب ولایت د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمبین فصیح وویل: دغه ازموینه د اسلامي امارت له تاریخ سره د ځوانانو د بلدتیا په موخه ترسره شوې وه، چې په کې ۱۸۰ کسانو ګډون کړی و.
د ازموینې ګډونوالو د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغې نوښتګرې برنامې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې ورته نورې برنامې هم جوړې شي.
د يادونې وړ ده، چې ددې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي یو سمارټ موبایل، او درېیم مقام څخه تر اتم مقام پورې نغدي ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
۱۴۴۶/۶/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۸ هـ ل